دپلټنې عالي ادارې دکړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې مرستیال معرفی او پردنده یې کار پیل کړ
ښاغلی محمد نعیم حقمل؛ دپلټنې عالي ادارې عمومي رئیس دیویې غونډې په تر څ کې چې پکښې ښاغلی فضل هادي فضل، دپلټنې عالي ادارې د مالي او تقنیني سندونو د رعایت پلټنو مرستیال، ښاغلی محمد عمر منصور انصاری، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) رئیس، دولسي جرګې ځینو وکیلانو، آغلې صفیه صدیقي، دکار او ټولنیزو چارو وزارت دجندر سلاکارې، د ادارې مشرتابه او کارکوونکو او د نورو ادارو میلمنو حضور درلود، ښاغلي سید بلال هاشمی چې دجمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۹۹ لمریز کال دمرغومې میاشتې دلسمې نیټې د( ۲۷۶۷) شمیرې حکم پر بنسټ دپلټنې عالي ادارې دکړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې دمرستیال په توګه ګمارل شوی دی، د ادارې کارکوونکو ته وروپیژنده.
غونډه دقرآن کريم په څو مبارکو آيتونو سره پيل شوه او راغلو میلمنو ته هرکلی وویل شو، ورپسې د ادارې عمومي رئیس له جلالتمآب محمد اشرف غني، د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر څخه دباور او د وړاندیز دمنظوري په اړه مننه وکړه ، ښاغلی هاشمي ته یې دنوي دندې مبارکي وویله او څرګنده یې کړه: محترم سید بلال هاشمی یو رښتنی، ژمن، دښو اخلاقو څښتن او د افغانستان له ځوانو کدرونو څخه دی چې په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې دنده تر سره کړې اوپدې برخه کې وړتیا او تجربه لري.
همدارنګه ښاغلي حقمل دپلټنې په عالي اداره کې دنوي اصلاحاتو لکه پردندو دبیا کتنې په اړه خبرې وکړې، دکړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې د چارو معاونیت یې د همدي اصلاحاتو محصول وګڼه او د یاد معاونیت د اهمیت او ارزښت په اړه یې څرکندونې وکړې او هغه یې د ادارې یوه کلیدي برخه وګڼله.
او د ادارې له همکارانو څخه یې وغوښتل چې، ښاغلی هاشمي سره په چارو کې همکاري وکړي تر څو د ادارې موخو ته ځان ورسو.
دغونډې په لړ کې، محمد عمر منصور انصاری، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) رئیس، ښاغلي هاشمي ته دنوې دندې مبارکي وویله، او له نوموړي څخه یې د (اترا) په اداره کې دده له هڅو او زیارونو څخه ستاینه، مننه وکړه او په ورسپال شویو چارو کې دلوي څښتن تعالي (ج)څخه ورته د بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.
ورپسې آغلې صفیه صدیقی، دکار او ټولنیزو چارو وزارت دجندر سلاکارې، دپلټنې عالي ادارې دنده مهمه وګڼله او همدارنګه پدې اداره کې دښځو ونډ یې ته اشاره وکړه ترڅو پدې اداره کې ورته ډیره برخه ورکړل شي. میرمن صدیقي دپلټنې عالي ادارې نوی ټیم یو خدمتګار او ژمن ټیم وباله او وویل، دښاغلي هاشمي په راتلو سره به دپلټنې په عالي اداره کې یو مثبت او دپام وړ بدلون رامنځته شي.
دغونډې په پای کې سید بلال هاشمی، دکړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې نوي مرستیال دجمهوري ریاست عالي مقام او دپلټنې عالي ادارې دمشرتابه له اعتماد او باور څخه مننه وکړه او وویل: خوښ یم چې داسې یویې ادارې کې دنده پیلوم چې سل کلنه کاري تجربه لري، دپلټنې عالي اداره یو له هغو ادارو څخه دی چې دټولو دولتي بنسټونو عواید او لګښتونه د تګلارو او نافذه قوانینو له مخې تر پلټنو لاندې نیسي.
ښاغلي هاشمی هیله څرګنده کړه چې په خپلو هڅو او دپلټنې عالي ادارې دمشرتابه په همکارۍ سره به خپل مسئوولیتونه او دنده په سمه توګه ترسره کړي . هغه څرګنده کړه، زه ډاډ ورکوم چې په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې دنورو دندو په څیره دلته هم په ژمنتیا، رښتنوالي او په پوره امانتدارۍ له همکارانو سره یو ځای خپله دنده پرمخ بوزم تر څو خپلو هیوادوالو ته خدمت ترسره کړم.
دیادونې وړ ده چې ښاغلی هاشمي مخکې له دې څخه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (اترا)په اداره کې دبورد دغړي او د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده تر سره کوله.