دپلټنې په عالي اداره کې د خلکو د ګډون چاروته د رسیدنې کمیټې غونډه تر سره شوه

sao-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۰:۳۳
sao

د ۱۳۹۸ لمریز کال دکب په ۱۴ نیټه دپلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال اود ښاریانو دګډون چاروته درسیدنې کمیټې  رئیس فضل هادي فضل په مشرۍ  او دکمیټې دنورو غړو په ګډون دښاریانو دګډون چاروته درسیدنې کمیټې غوڼډه ترسره شوه

په پیل کې دغه ناسته د قرآن عظیم الشان دمبارکو آیاتونو په تلاوت پیل او ورپسې دښاریانو دګډون چاروته درسیدنې کمیټې رئیس د مشارکتي پلټنو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه : د پلټنې عالي اداره په عامه ادارو کې درڼې حساب ورکونې راوستلو ته ځانګړې پاملرنه لري. نو له همدې امله یې په ورستیو کې دپلټنې په پروسه کې دخلکو دګډون زمینه برابره کړه ،چې پدې پلټنو کې دمدني بنسټونو استازي دولس په استازیتوب د ادارو په پلټنو کې ګډون کوي.

فضل هادی فضل دښاریانو د ګډون چاروته درسیدنې کمیټې رئیس دغونډې  د اجندا لومړۍ برخه چې  دښاریانو دګډون د استراتیژۍ مسودې وروستي کیدل وه پرې وغږیده ؛ خپل وړاندیزونه او نظرونه یې دغونډې له ګډونوالو شره شریک کړل ، دغونډې غړو هم هریوه په خپل وار سره  ددې مسودې دغنامندي په موخه  خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.

ورپسې دغونډې اجندا چې پکښې د مسودې ورستي کیدل او دښاریانو شکایتونو ته رسیدل شامل وه  دغونډې دریاست له لوري  وړاندې شول او ګډون والو هریوه خپل وړاندیزونه او نظرونه داړونده موضع په اړه څرګند کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۱:۵۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاي؛ په ستره محکمه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي اسدالله حیدري او د پلټنې ډلې غړو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۰:۴۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، په پنجشیر ولایت کې تر پلټنې لاندې ادارو لیدنه وکړه

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، د بشري سرچینو رییس ښاغلي قاري عتیق الله شهادت یار او د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نثاراحمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۴:۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د افغانستان برېښنا شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۸ نېټه د افغانستان. . .

BACK TO NEWS