د افغانستان د پلټنې عالي ادارې استازي د ویتنام پلازمینه کې د ( له کرونا وروسته شرایطو کې د میکروبي ناروغیو پروګرامونو پلټنې ) تر عنوان لاندې ښوونیز ورکشاپ کې ګډون وکړ
د افغانستان اسلامي امارت د پلټنې عالي ادارې د مقام ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي(له کرونا وروسته شرایطو کې د میکروبي ناروغیو څخه د مخنیوي پروګرامونو پلټنې) ښوونیز ورکشاپ کې، چې د ۱۴۰۲ هـ ق کال د تلې له ۲۴ نېټې څخه تر ۵ نېټې پورې د ویتنام جمهوري هېواد په مرکز هنای ښار کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.
یاد ورکشاپ په دوو برخو کې برابر شوی و، چې اوله برخه یې د پلټنې او د میکروبي ناروغیو څخه د مخنیوي پروګرامونو او د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ شتون ته ځانګړی و، دوهمه برخه یې بیا دا وه، چې د پلټنې عالي ادارې څنګه کولای شي، چې په بېلا بېلو پلټنو څنګه کولای شي، چې ادارې تیارې کړي څو د میکروبي ناروغیو په پار وقایوي پروګرامونه جوړ کړي او د ګټورتيا او اغيزمنتيا پلټنې سره یې ددې ناروغۍ د مخنیوي او له منځه وړولو په برخه کې خپل رول ګټور ادا کړي.
په دې ورکشاپ کې د روغتیا برخې اړوند د وقایوي پروګرامونو د شتون د ارزښت او د روغتیا برخې او مالیې، ښاروالیو، مدني ټولنو، رسنیو، د روغتیا نړیوال سازمان او د میکروبي ناروغیو څخه د مخنیوي او مدیریت اړوند نورو ادارو تر منځ د همغږۍ په اړه هر اړخیز بحثونه د پلټنې عالي ادارو د اسیایي سازمان د متخصصینو او د روغتیا نړیوال سازمان تر منځ ترسره شو، او په هغو مواردو، چې د پلټنې عالي ادارو له لوري په دې اړوند په پام کې ونیول شي په روښانه ډول بیان شو.
د پلټنې د پروګرامونو برابرول، کاري پاڼې، د پلټنې بڼې، ښوونیز پلانونه، د مثال اخیستلو طریقه، د موندنو مستند کول، د پلټنې بهیرونه او له میکروبي ناروغیو څخه د مخنیوي پروګرامونو د پلټنې د راپور برابرولو او وړاندې کولو څرنګوالی نور هغه موارد و، چې په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.