د اوسپنې پټلۍ اداره کې د پلټنې پایغونډه جوړه شوه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د 1444 هـ ق کال د شعبان په 26 نېټه د اوسپنې پټلۍ اداره کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه، چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي محمد حسن موسی زي، د طبعي سرچینو د پلټنې رییس ښاغلي وحیدالله پویا، د پلټنې ټیم او د اوسپنې پلټنۍ ادارې تخنیکي مرستیال عبدالباري صدیقي، د اوسپنې پټلۍ ادارې ارشد سلاکار او نورو مسوولینو پکې ګډون کړی و.
د غونډې پیل ښاغلي مولوي محمدحسن موسی زي په خپلو عالمانه خبرو وکړ او له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: مونږ ژمن یو چې له ټولو اداره سره ګډه همکاري وکړو، ښاغلي وحیدالله پویا زیاته کړه: د پلټنې په بهیر کې د پلټنې لاندې مرجع مکلفه ده، چې له پلټونکو سره د استعلامونو په ځواب او نور برخو کې همکاري وکړي.
په پای کې د پلټنې عالي ادارې مسوولینو د اوسپنې پټلۍ ادارې له رهبرۍ مننه وکړه او د پلټنې د موندنو د راپور مسودې یوه کاپي یې ورته وسپارله څو پرې خپل نظر وړاندې کړي.