د حضرت محمد (ص) د نیکمرغه میلاد ورځ ولمانځل شوه

sao-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۰:۴۲
MILAD NABI PBUH

د ۱۳۹۸ کال دلړم په ۱۹ نیټه چې د۱۴۴۱هجری قمری کال دربیع الاول له ۱۳نیټې سره سمون لري د سرور کاینات حضرت محمد (ص) نیکمرغه میلاد دپلټنې په عالي اداره کې دپلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال فضل هادی فضل، د ادارې مالي او اداري مرستیال مجیب الرحمن شیرزاد او د ادارې  دکارکونکو په ګډون د سرور کاینات حضرت محمد (ص) د نیکمرغه  میلاد څخه د قرآن عظیم الشان په ختم سره د کنفرانسونو په تالار کی لمانځنه ترسره شوه.

په پیل کې ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد د پلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال  د محشر شافی، دنبیانو سردا، سرورکاینات او دبشریت ناجی میلاد یې د پلټنې عالي ادارې په استازیتوب د نړۍ یوملیارد اواوه سوه میلونه مسلمانانو ته چې هره ورځ پنځه ځله " اشْهَدُ أَنّ لَّا إِلَٰهَ إِلَّإ الله وأَشْهَدُ ان محمد رسول الله "  کلمه تکراروي؛ مبارکي وویله.

ښاغلي  شیرزاد  دحضرت محمد (ص) دنیکمرغه میلاد ، دحضرت محمد (ص) د عالي اخلاقواو احادیثو په اړه چې  دبشر ددنیا او آخرت دژغورنې او لارښونې لپاره  دي ؛ توضیحات ورکړل او له ګډون ولو څخه یې وغوښتل ترڅو دسرورکاینات احادیث ولولي اودژوند په ټولو چارو کې ترې ګټه واخلي او عمل پرې وکړي  .او د دغې مبارکې ورځې د فضیلت او د بشریت د ناجي او د اسلام د ستر پیغمبر خاتم النبیین حضرت محمد مصطفی (ص) د ستر شخصیت په اړوند لیکنې او مقالې ولیکي هغه وویل: زموږ ګران او د قدر وړ پیغمبر (ص) چې ټول مبارک ژوند یې د حقیقت د لارې ټولو لارویانو او د معرفت مینانو ته په حسنه ګفتار او کردار سره تېر کړ، زوکړه، ژوند او منلې خصلتونه یې ټول عالم بشریت ته رحمت اوعزت دی.

sao

نوموړي دعا وکړه اووویل: الله (ج) دقرآن عظیم الشان ددې ختم ثواب دپیغمبر (ص)  روح ته ورسوی او له لوی څښتن تعالی څخه یې  وغوښتل ترڅو موږ دقرآن عظیم الشان او احادیثو په لاره روان شو او عمل پرې وکړو.

مالی او اداري مرستیال څرګنده کړه: د بشریت نیکمرغي د قرآن او احادیثو په لاره تلل دي؛ خو له بده مرغه چې ددغې فیصلې داحکامو له تطبیق څخه مو واټن اخیستی.

دځینو خوښیږي چې په اجتماعی پاڼو اونورو صفحاتو کې د متقدمینو او متاخرینو فلسفی نقل قول خپاره کړي خوداسلام په غني فرهنګ کې د بشر د لارښونې په اړه مبارک آیاتونه او احادیث شتون لري چې کولی شي موږ ته ترپیړیو پورې لارښونې وکړي .

په پای کې نوموړی له لوی څښتن تعالی څخه وغوښتل تر څوموږ دخپل رحمت او د خپل حبیب تر شفاعت لاندې راولي. اوالله تعالی دې موږ ټول په سمه لار روان کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

BACK TO NEWS