د خلکو د ګډون چارو ته د رسېدنې کمېټې ناسته وشوه

samema.sadat
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۵۲
sao

د پلټنې په پروسو کې د خلکو د ګډون چارو ته د رسېدنې کمېټې ناسته د کړنو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پلټنې د مرستیال سید بلال هاشمي په مشرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون د پلټنې عالي ادارې د ناستو په تالار کې وشوه.

په پیل کې د خلکو د ګډون چارو ته د رسېدنې د کمېټې مشرد ګډو پلټنو د ارزښت، په ګډو پلټنو کې د مدني ټولنې د بنسټونو د ګډون او رول او د خلکو شکایتونو او وړاندیزونو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې. ورپسې د کمېټې غړو د پلټنې د راپورونو د خپرېدو په اړه د بحث ترڅنګ د شکایتونو او وړاندیزونو او هغو ته د رسېدنې په اړه هراړخیز بحث وکړ.

په پای کې اړوندو څانګو ته لارښوونه شوه، څو د کمېټې له پرېکړو سره سم اجراآت وکړي.

sao

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS