د خلکو لپاره د کابل ښار له خصوصي روغتونونو او کلینیکونو څخه د پلټنې راپورخپور شو

samema.sadat
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۴:۵
sao

۲۰. چنګاښ. ۱۴۰۰

د پلټنې عالي ادارې د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتونونو او کلینیکونو د کړنو د څرنګوالي پلټنه د لاندې مواردو په پام کې نیولو سره کړې ده چې راپور یې د خلکو د لا پوهاوي په موخه خپور شو.

- په خصوصي روغتونونو او کلینیکونو کې د روغتیایي قوانینو تطبیق او د پراختیایي پلانونو د کنټرول او څارنې څرنګوالي؛

- د خصوصي روغتونونو او کلینیکونو د کړنو او فعالیتونو د څارنې او بررسۍ د سیسټم ارزونه او راپور ورکونه؛

- په روغتیایي مرکزونو کې د قوانینو له پلي کېدو څخه په دوامداره توګه د څارنې او کنټرول لپاره د لارښودونو، کړنلارو، میکانیزمونو او کاري پروسو له موجودیت څخه ډاډ تر لاسه کول؛

- د روغتیایي نافذو قوانینو او کړنلارو له مخې د ټولو صحي مرکزونو د فعالیتونو له راجستر او ثبتولو څخه ډاډ تر لاسه کول .

توظیف شوي پلاوي د نمونې په توګه د کابل ښار د۳۰ روغتونونو او ۱۴کلینیکونو فعالیتونه پلټلي چې په پایله کې یې په ۸ برخو کې موندنې وړاندې کړې او دغه راز یې د اصلاحاتو په موخه ۱۴ سپارښتنې کړې دي.

عام وګړي چې د پلټنې عالي ادارې د ګټه لرونکو ( ذینفعانو) مهمه برخه جوړوي، د پلټنې عالي اداره دوی ته د معلوماتو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه اغیزناک او ګټور ګامونه اخلي؛ لکه د ګډو پلټنو په پروسه کې د ښاریانو ګډون او په ځانګړي فارمټ کې د ښاریانو لپاره د پلټنې راپورونو.

د ښاریانو لپاره دغه راپور د لاندې لېنک له لارې د لاسرسي وړ دی.

https://sao.gov.af/sites/default/files/2021-07/Private%20Hospitals%20Audit%20Citizen%20Report.pdf

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS