د روڼتیا او حساب ورکونې په پیاوړي کولو کې د خلکو د نظرونو او فکرونو ونډه
د پلټنې عالي اداره؛ په عامه ادارو کې دلا ډیرې روڼتیا، حساب ورکونې او د خلکو او عامه ادارو ترمنځ د باورد رامنځته کولو په موخه تر پلټنو لاندې مراجعو کې مشارکتي ګډې پلټنې پیل کړې دي، چې د پلټنې عالي ادارې پلټوونکو او د مدني ټولنواستازو سره یو ځای ترسره کیږي، اوهمدارنګه د ښاریانو لپاره یې د شکایتونو او وړاندیزونو د وړاندې کولو آسانتیاوې په آنلاین اولیکنې توګه برابرې کړې دي.
دمشارکتي (ګډو) پلټنو موخه، په پلټنو کې د ښاریانود نظرونو شریګول دی، ځکه چې د مدني ټولنو استازي د ټولنې له منځ څخه استازیتوب کوي نو د دوي په ګډون سره د پلټنې په پروسو کې خپل نظرونه او فکرونه د پلټنې اود روڼتیا او حساب ورکونې د پیاوړي کولو په برخه کې څرګند کړي تر څو د روڼتیا له کیفیت څخه ډاډ ترلاسه کړي .دا موضوع ددې لامل کیږي چې له یو پلوه د خلکو باور د پلټنې په پروسه باندې ډیرشي، او له بل پلوه د پلټنو د چارو په پیاوړي کولوکې ګټور تمامیږي.
دیادونې وړ ده که چیرې د مدني ټولنو بنسټونه، رسنۍ او ښاریان هغه موضوعګانې اومسایل ویني، چې د پلټنې ایجاب کوي، نو کولی شي د فورم د ثبتولو له لارې په آنلاین اود شکایتونو دصندوق له لارې په لیکنې بڼه خپل شکایت ثبت او له دې لارې د یو مسئوول ښاري په توګه دعامه سکټور د روڼتیا او حساب ورکونې په برخه کې خپله ونډه تر سره کړي .