د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي سره وکتل او د یادې ادارې کړنې یې وستایلې.
د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي د یادې ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي په ادارو او وزارتونو کې د شفافیت رامنځته کولو لپاره د دې ادارې فعالیتونه مهم وبلل زیاته یې کړه: د دې ادارې پلټونکي په پوره اخلاص د ادارو پلټنه او ارزونه کوي.
د پلټنې عالي ادارې رییس همداراز وویل: یاده اداره هڅه کوي ترڅو د اسلامي امارت د مشرانو په لارښوونه په وزارتونو او امارتي ادارو کې روڼتیا رامنځته او د اداري فساد مخنیوی وشي او په دې برخه کې د مشرانو مرستو او همکاریو ته اړتیا ده.
ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په امارتي ادارو کې فساد سره د مبارزې او روڼتیا رامنځته کولو لپاره د پلټنې عالي ادارې فعالیتونه وستایل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل: اسلامي امارت توانېدلی په کمه موده کې اداري فساد لمنځه یوسي او په ادارو کې روڼتیا رامنځته کړي، چې دا کار د پلټنې عالي ادارې په څېر د ټولو ادارو د شپه او ورځ هڅو پایله ده او د افغانستان اسلامي امارت پرې ویاړي.
ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د پلټنې عالي ادارې څخه وغوښتل، چې تر دې وروسته هم په ادارو کې د روڼتیا رامنځته کولو لپاره په جدیت خپل کار ته دوام ورکړي، ترڅو امارتي ادارې د روڼتیا له اړخه د سیمې هیوادونو ترمنځ په یو سمبول بدلې شي.