د پروژې عنوان: د ۱۴۰۲ مالي کال د دریمې او څلورمې ربعې د اړتیا لپاره پلټنې عالي ادارې ته د تیلو د برابرولو او تدارک پروژه

org_admin
fsdf

Publish Date

Closing Date

د داوطلبۍ شمېره : SAO/NCB/G-1402-02
د پلټنې عالي اداره له ټولو په شرایطو پوره غوښتونکو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲ مالي کال د دریمې او ځلورمې ربعې د تیلو د اړتیا لپاره د داوطلبۍ په بهیر کې ګډون وکړي، او اړونده شرطپاڼه د سافټ کاپي په ډول د تدارکاتو له امریت څخه، چې د کابل په دارالامان ـ افشارو سیمه کې د پلټنې عالي ادارې د ودانۍ په دوهم پوړ کې شتون لري او یا دې د پلټنې عالي ادارې له ویب سایټ څخه ترلاسه کړي، خپل افرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو او تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم په سرتړلي ډول ددې اعلان د  خپرېدو نېټې نه ۲۱ ورځې ورسته د سهار ۱۰ بجې د تدارکاتو امریت ته وړاندې کړي. ناوخته رسیدلي او انټرنیټي افرونه د منلو وړ نه دي.
د افر د تضمین پیسې (۱۰۹، ۲۶۵) یو سل نهه زره دوه سوه پنځه شپېته افغانۍ دي.
د یادې پروژې د افرونو د خلاصولو نېټه، وخت او د ناستې ځای د پروژې په شرطپاڼه کې ذکر شوي دي.
 

Documents

د ۱۴۰۲ کال د تیلو د پروژې شرط نامه