د پلټنې عالي اداره کې د اعتراضونو د هوارولو کمېټې غونډه جوړه شوه
نن چهار شنبه د ۱۴۰۱/ ۷/۲۷ چې د ۱۴۴۴ هـ ق د ربیع الاول له ۲۳ سره سمون خوري د اعتراضونو د حل کمېټې د حقوقي سلاکار ښاغلي نورحیدر صدرتر مشرۍ لاندې د ستر سلاکار فضل الله نظامي او نورو رییسانو او پلټونکو په شتون کې د غونډو په تالار کې غونډه وکړه.
د اجنډا توکي د راپورونو د تحلیل رییس ښاغلي خلیل الله حکیمي چې د یادې کمېټې سکرتریت یې په غاړه درلود ولوستل، او د اجنډا په شته وو، موضوعاتو خبرې اترې وشوي، او د ا.ا.ا د قوانینو او مقرراتو په روښنایي کې پریکړې وشوې، غونډه د خیر په دعا پای ته ورسیده.