د پلټنې عالي ادارې تاريخي بهیر ته لنډه کتنه

sao-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱:۰
SAO Flag

د پلټنې عالي اداره د هیواد په کچه د مالي او حسابي چارو د پلټلو لوی بنسټ ده، چې په ۱۳۰۰ هجری لمریز کال کې د افغانستان علیه دولت د اساسیه تشکیلاتي نظامنامې پر بنسټ یې " د دیوان سنجش " په نوم خپل فعالیت پیل کړ.
دا اداره چې تر یوې پیړی پورې تاریخي بهیر لري او په بیلابیلو نومونو نومول شوې لکه دپلټنې عالي اداره، دبررسۍ عالي اداره چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې دافغانستان اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام د تقنیني فرمان له مخې ددې ادارې نوی قانون توشیح او نافذ شو او دا اداره یو ځل بیا دپلټنې عالي ادارې په نوم ونومول شوه.

د ادارې لیدلوری
موږ هڅه کوو چې د پلټنې په چارو کې یوه نمونه او پرمختللې دپلټنې عالي اداره ولرو تر څو په عامه سرچینو کي د روڼتیا مدیریت، حساب ورکولو او ځواب ویلو ته په ټاکلي وخت سره دپلټنو د ترسره کولو، دخپلواک، معتبر او متوازنو رپوټونو د ورکولو له لارې وده اوسمون ورکړو.

د ادارې موخې

  1.  د دولتي ادارو دبودجې د عوایدو اولګښتونو تحقق.
  2.  دتقنیني سندونو له حکمونو سره د هغو دولتي ادارو او نورو مراجعو دمالي او حسابي فعاليتونو مطابقت چې پیسې یا عامه شتمني په واک کې لري اویا له هغو څخه ګټه اخلي.
  3.  دهغو دولتي ادارو او نورو مراجعو په حساب ورکونه کې شفافیت چې پیسې یا عامه شتمني په واک کې لري او یا له هغو څخه ګټه اخلي.
  4.  دکنترول او پلټنې له لارې دعامه شتمنیو ساتنه
  5.  دنورو هغو نهادونو د فعالیتونو د اقتصادیتوب، مؤثریت او اغیزناکتیا په اړه ډاډ ترلاسه کول، چې عامه وجوه لري یا له هغو څخه ګټه اخلي.
  6.  دناقانونه، نامؤثرو، بې ګټو، غير اقتصادي او نورو ناسمو مالي، حسابي او اقتصادي فعالیتونو پیژندل او دهغو د نیمګړتیاوو وړاندیز.

د ادارې بنسټیز ارزښتونه:

  •  خپلواکي
  •  روڼتیا او مسؤلیت منل
  •  محرمیت
  •  شایسته سالاري
  •  مسلکي کول
  • همکاري
  • د موخو ټاکل
  •  اعتبار
  •  باور
  •  بې پلوي او بې طرفي

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS