د پلټنې عالي ادارې درې تنه نوي رئیسان معرفی شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۱:۱۶
0001

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د بیلا بیلو حکمونو او د پلټنې عالي ادارې د مشرتابه د لزوم دید پر بنسټ د دعوات ارشاد، د کړنو پلټنې او د ښاروالیو د پلټنې رئیسان د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس شیخ سید رسول حلیم له خوا چې مولوي عزت الله حقاني د مالي چارو او تقنیني سندونو د رعایت پلټنو مر ستیال هم حضور درلود د یویې غونډې په تر څ کې نن چهارشنبې د ۱۴۴۳ قمري کال د شعبان د میاشتې په ۲۶ نیټه، معرفي او پر دندو يې کارپېل کړ .

008

د 23/8/1443 نيټې(1610) شمیرې حکم پر بنسټ، محترم مولوی عیسی خان چې د اسلامیه او العصریه علومو په څانګه کې د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې لري او په بیلا بیلو بر خو کې څو کلنه کاري تجربه لري په دویمه رتبه بست کې د دعوت ارشاد ریاست د سرپرست رئیس په توګه،

14

د (1634) شمیرې حکم پربنسټ محترم احمد شکیب ستاری چې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او د تفتیش عملکر، مالي پلټنې، د قوانینو درعایت پلټنې په بر خه کې لس کلنه کاري تجربه لري په دویمه رتبه بست کې دکړنو ( عملکر) پلټنې ریاست د سر پرست په توګه

16

او د(1611)شمیرې حکم پربنسټ،محترم مولوی حزب الله چې د ماسټرۍ تر کچې د عربی علومو په برخه کې لوړې زده کړې لري او په بیلا بیلو بر خو کې څو کلنه کاري تجربه لري په دویمه رتبه بست کې د ښاروالیو د پلټنې ریاست د سر پرست په توګه د ادارې کار کونکو ته معرفی شول.

د پلټنې عالي ادارې مشرتابه نوي ګمارل شویو رئیسانو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ له دوي څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړاو د چارو په تر سره کولو کې د لوی څښتن تعالی له دربارڅخه ورته د بریالیتوبونو هیله وکړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
Background image

پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

BACK TO NEWS