د پلټنې عالي ادارې د رسنیو او عامه اړيکو نوی امر د دې ادارې کارکونکو ته وپېژندل شو
د پلټنې عالي ادارې د بشري سرچینو ریاست په وړاندیز او د پلټنې عالي ادارې د درانه مقام د منظورۍ پر بنسټ د ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر، دفتر رییس ښاغلی قدرت الله همت، د بشري سرچینو رییس ښاغلي عتیق الله شهادتیار، نورو رییسانو او کارکونکو په شتون کې ښاغلی حافظ جنیدالله حاذق د دې ادارې د دفتر ریاست د رسنیو او عامه اړیکو نوي امر په توګه کارکونکو ته وپیژندل شو.
ښاغلي مولوي الهام الدین عمر ښاغلي حاذق ته د مبارکۍ د ورکړې تر څنګ نوموړي ته په سپارل شویو چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه.
ورپسې ښاغلي حافظ جنیدالله حاذق د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ له کړي باوره مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په پوره توان به ورسپارل شوی مسوولیت سم ترسره کړي.
د یادولو ده، چې ښاغلی حاذق د جزا او جرم پېژندلو ماسټر دی او له دې وړاندې یې د افغانستان اسلامي امارت په کورنیو چارو وزارت کې د وسایطو عمومي مدیر، د پنجشیر ولایت امنیه قومندانۍ تامیناتي مرستیال په توګه دندې ترسره کړي دي.