د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، په پنجشیر ولایت کې تر پلټنې لاندې ادارو لیدنه وکړه
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، د بشري سرچینو رییس ښاغلي قاري عتیق الله شهادت یار او د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نثاراحمد ثبات ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۱۱ نېټه د پنجشیر ولایت والي ښاغلي حافظ محمد اغا حکیم، مرستیال والي، امنیه قومندان او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د امارتي ادارو په چوکاټ کې د پلټنې عالي ادارې په رول، د اسلام مبارک دین په رڼا کې د پلټنې په ارزښت او د عامه ادارو د چارو د ښه والي لپاره د دې ادارې د پلټونکو په همکارۍ او لارښوونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د دې ولایت والي ، مرستیال والي او امنیه قومندان په خپل وار خبرې وکړې، د اسلامي نظام د پیاوړتیا، اصلاح او ښې حکومتولۍ لپاره یې د پلټنې بهیر اړین وباله او د ټولو امارتي ادارو مسوولینو لپاره یې د پلټونکو لارښوونې ګټورې وبللې او له پلټونکو سره یې د لا ډېرې همکارۍ ژمنې وکړې.
د یادولو ده، چې د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي دې ولایت کې تر پلټنې لاندې ادارو کې د پلټونکو چارې له نږدې وڅارلې او ورته یې اړینې لارښوونې وکړې.