د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي؛ د ننګرهار مرستیال والي سره ولیدل
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي؛ چې مشري یې د دې ادارې د دفتر رییس ښاغلي مفتي قدرت الله همت کوله او ورسره د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د بنسټیزو پروژو، طبعي سرچینو، اقتصاد او کرنې برخې پلټنې امر ښاغلي ضیاالدین احمدي او د پلټنې ټاکل شوې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول په ۷ نېټه د ننګرهار ولایت مرستیال والي ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري، ددې ولایت د دفتر رییس ښاغلي نوراغا شاهد نوراني سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې د دفتر رییس د پلټنې عالي ادارې په تاریخي سیر او د اسلام مبارک دین په رڼا کې د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دا د ټولو ادارو ګډ مسولیت دی، چې د اسلامي امارت د پایښت لپاره کار وکړي.
د ننګرهار مرستیال والي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټنې عالي ادارې چارې د اسلامي امارت په اډانه کې ارزښتمنې وبللې او په دې ولایت کې یې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنتیا څرګنده کړه.