د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي؛ د هرات والي سره ولیدل
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې مشري یې د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر کوله، او ورسره د ښاروالیو د پلټنې امر ښاغلي حلیم شکران، هرات ولایت کې د پلټنې ټیم امر ښاغلي مولوي فضل الحق احمدي او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۲۹ یې د هرات ولایت والي ښاغلي مولوي نوراحمد اسلام جار او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، په هرات ولایت کې د پلټل کېدونکو ادارو له لوري د پلټنې په بهیر کې د شوې همکارۍ له امله مننه وکړه او د بودیجې په لګښت ،اسنادو برابرو او د ډاډ ترلاسه کولو په موخه یې د پلټنې په ارزښت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د هرات والي د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، ته ښه راغلاست ووایه، او زیاته یې کړه: پلټونکو ته مې اجازه ورکړې، چې زما له کاري دفتره نیولې بیا د هرات ولایت په ټولو پلټل کېدونکو ادارو کې پلټنه ترسره او خپلو مسوولینو ته ډاډ ورکړي، نوموړي له پلټونکو سره د لا ډېرې همکارې ژمنتیا څرګنده کړه.