د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي د بدخشان د ګمرکونو عمومي مدیریت څخه ليدنه ترسره کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۳:۳۶
hdhdh

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدين عمر، د پلټنې د موندنو د تعقيب او راپور ورکونې رئيس ښاغلي مولوي سعدالدين سعدي، د زراعت او زيربنا سکتور د پلټنې آمر ښاغلي ضياءالدين احمدي او نورو غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ ھ ق کال د ربيع الاول په ۲۷ نيټه د بدخشان ولايت د ګمرکونو له عمومي مدیریت څخه ليدنه او د مسئولينو سره يې ناسته تر سره کړه.
د بدخشان ولايت د ګمرکونو عمومي مدير ښاغلي شفقت الله محقق په ياده ناسته کې د نظارت هیئت ته ښه راغلاست ووایه او د دې ادارې شتون يې د امارتي ادارو د ټينګښت او کارونو د سمون لپاره اړين وباله. نوموړي همداراز د پلټنې عالي ادارې له پلاوي سره د خپلې ادارې مشکلات شريک کړل.
ښاغلي مولوي الهام الدين عمر د پلټنې عالي ادارې په اړه مسئولينو ته هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د پلټنې پلاوي سره يې د لا ډيرې همکارۍ غوښتنه وکړه. 
ښاغلي محقق خوښي څرګنده کړه، چې د پلټنې مسؤولين د محلي ادارو سره د کارونو په ښه والي کې همکاري کوي او د پلټنې په بهير کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS