د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي د بدخشان ولايت له مسؤلينو سره وليدل
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدين عمر، د پلټنې د موندنو د تعقيب او راپور ورکونې رئيس ښاغلي مولوي سعدالدين سعدي، د زراعت او زيربنا سکتور د پلټنې آمر ښاغلي ضيا الدين احمدي او نورو غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ ھ ق کال د ربيع الاول په ۲۶ نيټه د بدخشان ولايت له معاون ښاغلي عبدالجميل سايس، د عامې روغتيا رياست رئيس ښاغلي عتیق الله فيضي، د ښار جوړونې رياست رئيس ښاغلي ولي الله الهي، د بدخشان پوهنتون رئيس ښاغلي نقيب الله قاضي زاده، د ګمرکونو عمومي مدير ښاغلي شفقت الله محقق، د کار او اجتماعي امورو رياست استازي او د يو شمير نورو ادارو مسؤلينو سره په ياد ولايت کې ناسته تر سره کړه.
غونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه، ورپسې د بدخشان ولايت معاون د پلټنې عالي ادارې څخه راغلي د نظارت هیئت ته ښه راغلاست ووایه او د دې ادارې شتون يې د امارتي ادارو د ټينګښت او کارونو د سمون لپاره اړين وباله. نوموړي همداراز د پلټنې عالي ادارې د سپارښتنو او سفارشونو عملي کول د اسلامي امارت د رهبرۍ څخه اطاعت وباله او په خپله برخه کې يې د پوره اطاعت ډاډ څرګند کړ.
ښاغلي مولوي الهام الدين عمر پلټنه د شريعت په رڼا کې بيان او د پلټنې عالي ادارې په اړه يې مسئولينو ته هر اړخيز معلومات وړاندې کړل. ښاغلي عمر د ياد ولايت مسئولينو ته ډاډ ورکړ چې د پلټنې عالي اداره د هيچا بيعزتي کول نه غواړي بلکې د همکارۍ په خاطر په ادارو کې شته نقصانات او مشکلات په ګوته کوي او ورته د حل لارې چارې ښيي. په آخر کې د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي د ولايتي ادارو د مسئولينو پوښتنو او مشکلاتو ته قناعت ورکونکي ځوابونه وړاندې کړل.
د يادولو ده چې د غونډې د خبري پوښښ لپاره مختلفو رسنيو هم موجوديت درلود.