د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي په لوګر ولایت کې د پلټنې له بهیره نظارت وکړ
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر او د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدلاحد قیومي ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۶ نېټه لوګر ولایت ته د پلټونکو له کاري بهیره د نظارت په پار دوه ورځینی سفر وکړ.
یاد پلاوي د پلټنې ټیم په شتون کې د لوګر ولایت له مرستیال والي ښاغلي مولوي عنایت الله شجاع، او د پلټنې په پلان کې د شاملو ادارو له مسوولینو: د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس شیخ محمدقاسم راشد، د احصایې او معلوماتو رییس ښاغلي قاري نجیب الله، ښاروال ښاغلي مولوي محمداسحاق سعید او د پوهنې ریاست استازي ښاغلي مولوي سیف الرحمن سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، ددې ادارې په چارو، د پلټنې په مخینې، ارزښت، اداري فساد سره په مبارزه کې د پلټنې په رول او د پلاوي د سفر د موخې په اړه ولایتي مسوولینو ته معلومات وړاندې کړل، او په خپل وخت یې د استعلامونو د ځوابولو او لا ډیرې همکارۍ غوښتنه ترې وکړه.
د لوګر ولایتي مسوولینو پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټنې د بهیر او استعلامونو ځوابولو په اړه پوښتنې وکړې، چې پلاوي ورته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې کړل، ولایتي مسوولینو په خپل وار د پلټنې بهیر د دوی د چارو د سمون او غلطیو ته د پام لپاره خورا اړین وباله او د پلټنې عالي اداره یې د نظام په اډانه کې له مهمو ادارو یاده کړه.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د پلټونکو له کاري دفتر، بهیر او کاري دوسیو نه لیدنه وکړه، پلټونکو د کار په اړه خپلې پوښتنې، ستونزې او اندېښنې ورسره شریکې کړې، چې پوښتنې یې ځواب او د ستونزو په اړه یې ورته اړینې مشورې ورکړې.
د یادولو ده، چې یاد پلاوي د خپل کاري سفر په ورستۍ ورځ د لوګر والي ښاغلي مولوي قدرت الله سره ولیدل او د پلټنې په بهیر کې یې د لا ډیرې همکارۍ غوښتنه ترې وکړه، ښاغلي مولوي قدرت الله د پلټنې عالي ادارې چارې وستایلې او له پلټونکو سره یې د لا ډیرې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.