د پلټنې عالي ادارې سرپرست د ډیپلوم انجینیر مرحوم سید منان سهار د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ
د پلټنې عالي ادارې سرپرست ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي د دې ادارې له سلاکارانو، رییسانو او نورو کارکونکو سره د پلټنې عالي ادارې د عامه پروژو د پلټنې رییس ډیپلوم انجینیر مرحوم سیدمنان سهار د فاتحې مراسمو کې د ګډون په پار د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ ته د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۲۹ نېټه سفر وکړ.
د پلټنې عالي ادارې سرپرست ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي د فاتحې له مراسمو وروسته؛ د مرحوم له کورنۍ او خپلوانو سره په لیدنه کې وویل: مرګ زمونږ د ټولو په انتظار دی او ترې د تېښتې کومه لار شتون هم نه لري، مرګ یو تریخ حقیقت دی، چې مونږ او تاسې ټول د کورنۍ د غړو، خپلوانو او دوستانو د مړینې شاهدان و او په خپلو لاسونو مو خاورو ته سپارلي، مرګ د دنیا د ژوند پای دی او د دنیا ټولو، مسوولیتونو، هڅو، هیلو او موخو ته د پای ټکی ږدي، د انسان د مرګ وخت د هغه له پیدا کېدو وړاندې د الله تعالی په علم کې معلوم دی، خدای ج کاملا پوهیږي، چې هر انسان کله، چیرته او څرنګه له دې دنیا ځي؛ نو انسان ته په کار دي، چې ښه اعمال وکړي او له بدو اعمالو څخه ځان وساتي.
همدانګه د پلټنې عالي ادارې رییس وویل: مرحوم انجینیر سید منان سهار عالم او د ښو اخلاقو څښتن و، چې مړینه یې دې ادارې ته ستره ضایعه ده د الله ج له دربار څخه مرحوم ته مغفرت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر او لوی اجر غوښتونکی یم.
ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي د خپلو عالمانه خبرو په پای کې د مرحوم د اولادونو په ښوونې او روزنې ټینګار وکړ، او نیک صالح اولاد یې صدقه جاریه وګڼله، د دپلټنی عالې ادارې سرپرست ښاغلي الحاج مولوی محمد محسن هاشمی د مرحوم د کورنۍ او اولادونو د اړتیاوو د پوره کولو په پار ورسره سل زره (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وکړه.