د پلټنې عالي ادارې له لوري د پوهنې په وزارت کې د پلټنې د پیلیدلو غونډه تر سره شوه
د پلټنې عالي ادارو د نړیوالو معیارونو (ISSAIS) له مخې، د ۱۴۰۰لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په یوولسم نیټه، د پوهنې په وزارت کې د پیژندګلوي او د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو د پلټنې د پیلیدلو د څرنګوالي غونډه ، د پوهنې وزارت وزیرې آ غلې رنګینه حمیدي او د پلټنې عالي ادارې د پوهنې، روغتیا او فرهنګ سکټور د پلټنې ریاست رئیس ښاغلی عبدالاحد قیومی، ترمنځ تر سره شوه.
د غونډې په پیل کې ښاغلی قیومي د پلټنې عالي ادارې دواکونو او مسوولیتونواود هیواد د نافذه قوانینو له مخې د پلټنې لاندې مراجع د مکلفیتونو په اړه یې دیو پرزنتیشن په وړاندې کولو سره یې لازمه څرګندونې او معلومات ور کړل او په مراجع کې د پلټنې دترسره کولو په وخت کې داړونده مراجع د همکاریو غوښتونکی شو . همدارنګه پدې لړ کې میرمن حمیدي د پلټنې د ترسره کیدلو په لړکې د پلټنې ګمارل شوی پلاوي ته د معلوماتو او د اړتیا وړ سندونو د وړاندې کولو په برخه کې ډاډ ورکړ او د همکاریو ژمنه یې و کړه.