د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ په یوولسمه او پنځلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۲:۵۱
43

د پلټنې عالي ادارې پلاوی، چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، نورو مسوولینو او پلټونکو ګډون درلود، د کابل ښاروالۍ د پنځلسمې ناحیې له رییس ښاغلي مولوي عبدالبصیر خلیلي، د یادې ناحیې له نورو مسوولینو او  د کابل ښاروالۍ د یوولسمې ناحیې د ښاري چوپړونو امر ښاغلي محمد نور سرحدي، د بیو ټاکلو امر ښاغلي انجینر تاج محمد او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ رجب المرجب میاشتې په ۲ نېټه، په دوو بیلا بیلو ناستو کې وکتل.
په دواړو ناستو کې د پلټنې عالي ادارې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، د پلټنې بهیر، په نظام کې د سمونونو د راوستلو، اداري فساد په مخنیوي او د اداري چارو د لا ښه کېدو او پیاوړتیا لپاره اړین وباله، نوموړي د دواړو ناحیو له مسوولینو وغوښتل، چې د پلټنې په بهیر کې دې له پلټونکو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د ناستو په ورستیو برخو کې د یوولسمې او پنځلسمې ناحیو مسوولینو، په یادو بنسټونو کې د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ او پر وخت د استعلامونو د ځوابولو ډاډ څرګند کړ.

3232

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS