د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کندهار له ولایتي مسوولینو سره د بهرنیو مرستو د پلټنې په موخه وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام له لارښوونې سره سم، د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر کوله، د کندهاو ولایت له والي ښاغلي حاجی یوسف وفا او ددې ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولینو سره په دغه ولایت کې د بهرنیو مرستو د پلټنې په موخه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب په ۳۰ نېټه ولیدل، د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د ښې حکومتولۍ، د مالي سیستم په پیاوړتیا او په عامه سکټور کې د بنسټيزو سمونونو راوستلو لپاره د پلټنې عالي ادارې په مسوولیتونو خبرې وکړې.
دکندهار ولایت والي ښاغلی حاجي یوسف وفا د نوموړي ولایت د پېـښو پر وړاندې د چمتووالي په ریاست کې د پلټنې د پیل په اړه د خپلې تیارۍ او له پلټونکو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.