د پلټنې عالي ادارې پلاوي، ننګرهار ولایت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې ښاغلي مفتي عزیز الرحمن کوله او ورسره د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني په ۶ نېټه، د ننګرهار ولایت مرستیال والي ښاغلي مولوي سعیداحمد بنوري او د پلټل کېدونکو ادارو مسوولینو سره ولیدل.
ښاغلي مفتي عزیزالرحمن حقاني په یاده ناسته کې وویل: د پلټنې ټیم به د ننګرهار ولایت په امنیه قومندانۍ، جلال اباد او تورخم ښاروالیو، پوهنې ریاست، برېښنا ریاست، کرنې او مالدارۍ او ټولګټو چارو ریاستونو کې د مالي حسابونو، پروژو او قوانینو پلي کولو په موخه پلټنې په ۹۰ کاري ورځو کې ترسره کړي او په دې برخه کې باید ولایتي مسوولین همکاري وکړي.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري د چارو ښه والي، روڼتیا او حساب ورکونې په موخه د پلټنو تر سره کول غوره ګام وباله او په دې برخه کې يې د هر راز قانوني همکارۍ ډاډ ورکړ.