د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ دشتې برچي سل بستريز روغتون کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د پوهنې، روغتيا او کلتور برخې د پلټنې امر ښاغلی صبيح الدين صديقي، ښاغلي مفتي عزيز الرحمن صديقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۲۲ نېټه د دشتې برچي سل بستريز روغتون رييس ښاغلي حافظ حميد الله نويد او نورو کارکونکو سره ولیدل.
د ناستې په پیل کې د پلټنې پلاوي د پلټنې په مخينې، څرنګوالي، د پلټنې عالي ادارې په صلاحيتونو، مسووليتونو د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفيتونو معلومات وړاندې کړل او دياد روغتون له مسوولينو يې د پلټنې په بهير کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د دشتې برچي سل بستريز روغتون رييس ښاغلي حافظ حميدالله نويد ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او له پلټونکو سره يې د هر اړخيزې همکاري ډاډ څرګند کړ.