د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو دولتي شرکت کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په ۱۱ نېټه د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صدیق الله عزیزي کوله او ورسره د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو دولتي شرکت له رییس ښاغلي ذاکرالله عبدالرحیم زي او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د یاد شرکت له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې د موندنو د راپور د مسودې یوه کاپي یې د هغوی د نظر اخیستلو لپاره ورسره شریکه کړه.
په پای کې د یاد شرکت مسوولینو د پلاوي له شتونه خوښي څرګنده کړه، او د پلټونکو له لوري د ترلاسه شویو موندنو او وړاندې شویو سپارښتنو د عملي کولو ژمنه یې وکړه.