د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د افغانستان برېښنا شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۸ نېټه د افغانستان برېښنا شرکت له مالي رییس او د اجرایئه عمومي ریاست سرپرست ښاغلي مولوي محمد رسول جواد او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب پلټنه د اسلام مبارک دین په رڼا کې اړین امر وباله او زیاته یې کړه: پلټنه د مامورینو په چارو کې د ښه والي او په امارتي ادارو کې د روڼتیا سبب کیږي، پلټنه د وجدانونو د ویښتیا او حساب ته د تیارۍ لپاره ډېره اړینه ده. نوموړي همداراز د پلټنې عالي اداره د دولتي ادارو همکاره اداره وبلله او د افغانستان برېښنا شرکت له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مولوي محمدرسول جواد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دولتي ادارو کې پلټنه د چارو د سمون او ښه والي لپاره اړینه یاده کړه، او له پلټونکو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.