د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې امر ښاغلي نویدالله واحدي ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم په ۲ نېټه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي احمد طه قادري او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته د قرانکریم په ایاتونو پیل شوه، ورپسې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د دې ادارې په موخو، صلاحیتونو، مسوولیتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولینو پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ ژمنتیا څرګنده کړه.