د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د لوړو زده کړو وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر، د رسنیو او عامه اړیکو امر ښاغلي حافظ جنیدالله حاذق او د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۲۱ نېټه د لوړو زده کړو له وزیر ښاغلي الحاج شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم، مرستیالانو، رییسانو او نورو کارکونکو سره ولیدل.
ناسته کې ښاغلي مولوي الهام الدین عمر د نورو ادارو په منځ کې د پلټنې عالي ادارې په رول او مقام خبرې وکړې؛ زیاته یې کړه: د پلټنې عالي ادارې پلتونکي نورو ادارو ته په دې سبب لیږل کیږي، چې د ادارو له لوري د عوایدو سمو ټولولو او د بودیجې له پرځای لګښت، د مالي او حسابي چارو له سمښت څخه ډاډ ترلاسه شي او یاده اداره له نورو ادارو سره ښه همکاره اداره ده.
پای کې ښاغلي الحاج شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د پلټنې عالي ادارې له هر اړخیزو هڅو مننه وکړه او د پلټنې عالي ادارې هڅې یې په امارتي ادارو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو او نیمګړتیاوو د لرې کولو لپاره اړینې وبللې، نوموړي همداراز د پلټنې ډلې له لوري ورته د وړاندیز شویو اصلاحي سپارښتنو د عملي کېدو ډاډ یې څرګند کړ.