د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د کړنو او عملکرد پلټنې رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر، د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي عبدالقدیر حقاني او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۱۲ نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې، د روڼتیا رامنځته کولو او حساب ورکونې په پار د پلاوي له لوري، د پلټنې په څرنګوالي، ډولونو او د تر پلټنې لاندې ادارو په حقونو او مکلفیتونو هر اړخیز معلومات ګډونوالو ته وړاندې شول، او د یاد وزارت له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
پای کې، ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه ، او پلټنه یې په ادارو کې د سمونو او نیمګړتیاوو پوره کولو په پار اړینه وبلله او د پلټنې په بهیر کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند.