د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په درېیمه او دریالسمه ناحیه کې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې؛ د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین او ورسره مل پلاوي، د کابل ښاروالۍ په درېیمه او دریالسمه ناحیه کې، د درېیمې ناحیې له رییس ښاغلي قدرت الله امین او دریالسمې ناحیې له رییس ښاغلي محمد حامد امیري او د یادو ناحیو له نورو مسولینو سره، د ۱۴۰۱ هـ ش کال د مرغومي په ۱۸ نېټه، په دوو بیلوـ بیلو غونډو کې ولیدل.
په دې غونډو کې د د پلټنې پلاوي د عامه سکټور د ځوابویلو او حساب ورکولو لپاره د پلټنې په بڼو، موخو، بهیر او ارزښت خبرې وکړې.
د غونډو په وروستیو کې د ناحیو مسؤولینو د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.