د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د عملکرد پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د رسنیو او عامه اړیکو امر ښاغلي حافظ جنیدالله حاذق، د عملکرد او ټولنیز خوندیتوب برخې پلټنې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د دوالقعدې په ۲ نېټه، د کرنې اوبو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي ملا اغا جان اخند، سلاکارانو، رییسانو او نورو کارکونکو سره په دې وزارت کې د عملکرد پلټنې پیلېدو په پار ناسته وکړه.
ناسته د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ادارې په تاریخي مخینې، صلاحیتونو، مسوولیتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او د پلټنې بهیر یې په ادارو کې د روڼتیا، اصلاحاتو او مسوولیت منلو په پار ډیر اړین وباله، او له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې ښاغلي ملا اغا جان د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټنې په بهیر کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په پار معلومات وړاندې کړل او له پلټونکو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.