د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي عبدالقدیر حقاني، د امارت د قطعیه حساب د پلټنې رییس ښاغلي فضل محمود غیاثي او د پلان او پالیسۍ رییس ښاغلي محمد جاوید اخندزاده ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۲۱ نېټه، په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سرپرست سفیر ښاغلي جمال ناصر غروال، قونسل ښاغلي حافظ عبدالله یاسر او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، په روسیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې د راپور د مسودې، د قوانینو او مقرراتو پلټنې د ترسراوي بهیر په څرنګوالي او د پلټنې عالي ادارې د پلاوي له لوري د اصلاحي سپارښتنو او پلټنې موندنو په عملي کولو هر اړخیزې خبرې وکړې.
پای کې د افغانستان اسلامي امارت سرپرست سفیر ښاغلي جمال ناصر غروال د پلټنې عالي ادارې پلاوي له ګټور هڅو مننه وکړه او د پلټنې موندنو د عملي کولو ډاډ یې څرګند کړ.