د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په عامې روغتيا وزارت کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۱:۴۱
dsfsd

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رييس ښاغلي مولوي نور حيدر صدر، د کړنو د پلټنې برخې رييس ښاغلي احمد شکيب ستاري او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق د جمادي الثاني په ۵ نېټه د عامې روغتيا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي حبيب الله اخندزاده او د ياد وزارت له نور مسوولينو سره وليدل.
د غونډې په پيل کې ښاغلي صدر د پلټنې عالي ادارې په مسووليتونو او د پلټونکو په کړنو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د عامې روغتيا وزارت مسوولينو ته يې ډاډ ورکړ، چې د پلټونکو چارې به د دې وزارت اداري او مالي برخه کې د نیمګړتیاوو او ستونزو له منځه وړلو په پار ګټورې وي.
د غونډې په دوام مسوولينو ورغلی پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د پلټنې عالي ادارې کړنې يې د امارتي نظام پايښت لپاره خورا اړينې يادې کړې. د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د پلټونکو غړو ډلې ته ډاډ ورکړ، چې د استعلامونو ځوابولو پر وخت به ځنډ ونکړي او د پلټنې عالي ادارې غوښتنو ته به په ورين تندې ځواب ووايي. 

fsfsdss

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS