د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په پوهنې وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د عامه پروژو د پلټنې رییس ښاغلي سیدمنان سهار او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر په ۶ نېټه د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین ښاغلي مولوي صبغت الله وصیل، رییسانو او نورو مسوولینو سره ولیدل.
پیل کې ښاغلي مولوي محمدغازي جریر د پوهنې وزارت له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: ډیر خوښ یم، چې فرصت په لاس راغلی تر څو د قوانینو او مقرراتو د رعایت پلټنه د هېواد د قوانینو او د پلټنې د معیارونو سره سم د پوهنې وزارت کې ترسره شي او د پلټنې موندنې او سپارښتنې تاسو ته وسپارو د پلټنې عالي اداره مسووله ده، چې قوانینو او مقرراتو له رعایت ګټه اخیستونکو ته ډاډ ورکړي.
پای کې د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معین د پلټنې عالي ادارې له پلاوي مننه وکړه، نوموړي ددې وزارت له مسوولینو یو کمسیون وټاکه تر څو د پلټنې د راپور مسوده ولولي او په شپږو کاري ورځو کې د پلټنې د موندنو په اړه نظر وړاندې کړي.