د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ کابل پوهنتون کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د پوهنې روغتیا او کلتور برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۱۸ نېټه د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د کابل پوهنتون له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، ورپسې یې د عامه ادارو د چارو د لا ښه کېدو او تېروتنو د سمښت په برخه کې د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې او د پلټنې د موندنو د راپور مسودې یوه کاپي یې د هغوی د نظر اخیستلو په پار ورسره شریکه کړه.
د ناستې په پای کې د کابل پوهنتون رییس په دې پوهنتون کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو او نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په برخه کې پلټنه ګټوره وبلله او د پلټنې موندنو او سپارښتنو د عملي کولو ژمنتیا یې څرګنده کړه.