د پلټنې عالي ادارې پلاوي په ستره محکمه کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري يې د دې ادارې د عملکرد او ځانګړې پلټنې عمومي رئيس ښاغلي مولوي نور حيدر صدر کوله او ورسره د حکومتدارۍ او قانون حاکميت سکتور د پلټنې رئيس ښاغلي نثار احمد ثبات او نورو غړو ګډون درلود، د سترې محکمې اداري معاون ښاغلي شيخ عبدالمالک حقاني او نورو مسوولينو سره د 1445 ه ق د جمادی الثاني په 20 نيټه د پلټنې پايغونډه جوړه کړه.
پدغه ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د سترې محکمې له مسوولينو سره د پلټنې په اهميت او د پلټنې د موندنو په تعقيب او تطبيق په تفصيل سره خبری وکړې.