د پلټنې عالي ادارې پلاوی، د کابل ولایت مقام کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د پلټنې عالي ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې برخې رییس ښاغلي محمد نسیم سحر او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په ۱۵ نېټه کابل ولایت مقام کې د پلټنې بهیر له بشپړېدو وروسته د کابل والي ښاغلي الحاج شیخ محمدقاسم خالد او نورو مسوولینو سره ولیدل.
یاده ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ولایت له والي او نورو مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، دواړو لورو د پلټنې د موندنو د راپور په مسودې خبرې اترې وکړې او د پوښتنو په اړه د پلټنې عالي ادارې مسوولینو د قناعت وړ ځوابونه وړاندې کړل.