د پلټنې عالي ادارې پلاي؛ په ستره محکمه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي اسدالله حیدري او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۱۰ نېټه د سترې محکمې له اداري مرستیال ښاغلي شیخ عبدالمالک حقاني او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د امارتي ادارو د مالي سیستم په پیاوړتیا او پکې د سمونو راوړلو په پار د پلټنې بهیر د ارزښت په اړه خبرې وکړې، او د سترې محکمې له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې شیخ عبدالمالک حقاني د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او پلټنه یې په ادارو کې د سمونو راوړلو، او نیمګړتیاوو لرې کېدو لپاره اړینه وبلله او د پلټنې ډلې غړو سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.