د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي عبدالقدیر حقاني، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۹ نېټه د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس ښاغلي عبدالواسع اخندزاده او نورو مسولینو سره د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه.
غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې ښاغلي مولوي عبدالقدیر حقاني د اسلامي شریعت په رڼا کې د امارتي ادارو د پرمختګ او پکې د فساد مخنیوي لپاره د پلټنې عالي ادارې په کاري اړتیا خبرې وکړې، ښاغلي عبدالاحد قیومي بیا له مسلکي اړخه د پلټنې په ارزښت او تر پلټنې لاندې ادارو کې د مالي مدیریت په پیاوړتیا معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس ښاغلي عبدالواسع اخندزاده له پلټونکو سره د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.