د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره د پلټنې عالي ادارې غونډه د پلټنې د موندنو او وړانډیزونو د پلي کولو په اړه ترسره شوه

samema.sadat
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۱:۰
sao

د پلټنې عالي ادارې د نورو دولتي ادارو سره د غونډو په دوام کې، د ۱۴۰۰ د چنګاښ په ۱۳ نیټه، د کلیو د بیارغونی او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلې معراج الدین شمس، د کورني پلټنې رئیس او د مالي او اداري رئیس سره د دې وزارت په مقر کې د پلټنې د موندنو او سپارښتونو په اړه یوه غونډه ترسره کړه. sao

لومړی، د پلټنې عالي ادارې د پلټنې د موندنو د پیګیرۍ او راپور ورکولو رییس ښاغلي عبدالمحمد ترکي د پلټنې د وړانډیزونو او موندنو د پلي کولو اهمیت او د وړانډیزونو د پلي کونکو چارواکو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې. وروسته ښاغلي شمس د پلټنو د موندنو او وړانډیزونو پلي کولو د څرنګوالي او د اسنادو په کتلو سره د وړانډیزونو د پلي کولو سلنې په اړه، او همدارنګه په یادې وزارت کې د موندنو پلې کولو په وړاندې شته ننګونو په اړه یې هم معلومات ورکړ. د غونډې په پای کې، د وزارت چارواکو ژمنه وکړه چې د پلټنې د موندنو په پلي کولو کې به له هیڅ ډول همکاریو څخه ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۲۱:۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته درې ورځینی اصلاحي سيمینار جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک د ۳ نېټې او ۲۶ شمېرې مصوبې د پریکړې پر بنسټ د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د وړتیا لوړونې په پار درې ورځینی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۴:۲۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ په پنځلسمه ناحیه کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د ښاروالیو د پلټنې امر ښاغلي محمدحلیم شکران، د پلټنې دلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان. . .

BACK TO NEWS