د کړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې مرستیال او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د دارالانشاء رئیس ترمنځ د سوپر اسکیل د مادي امتیازونو په برنامه کې دکړنو(عملکرد)دپلټنې دموندنو په اړه غونډه جوړه شوه
هغه غونډه چې د کړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې مرستیال ښاغلی سید بلال هاشمي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلی عبدالرحیم زی، دپلټنې عالي ادارې دکړنو دپلټنې آمر احمد شکیب کاردوست، او په یاد کمیسیون کې دپلټنې دګمارل شوي ګروپ ترمنځ دسه شنبې په ورځ د ۱۴۰۰لمریز کال دغبرګولي په ۱۲ نیټه، د کړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې دمرستیال په دفتر کې ترسره او د سوپر اسکیل دمادي امتیازونو په برنامه کې دکړنو دپلټنې دموندنو په اړه یې خبرې اترې او څرګندونې وکړې .
په پیل کې ښاغلی سیدبلال هاشمی د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د دارالانشاء رئیس او همکارانو ته یې هرکلی ووایه او د سوپراسکیل برنامې دپلټنې دموندنو داهمیت په اړه یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دپلټنې عالي اداره په ادارو کې داغیزمنو اصلاحاتو راوستلو او سیسټم جوړولو په برخه کې ژمنتیا لري او هڅه کوي تر څو ګټورې او اغیزمنې سپارښتنې وړاندې کړي.
ښاغلی هاشمی وویل: هغه دکړنو پلټنې چې په ۱۴۰۰مالي کال کې تر سره شوې، هغه دسوپراسکیل برنامې پلټنه ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون کې ترسره شوې ده او دپلټنې موندنې ښیي چې د شته ستونزو او تشو ترڅنګ ، په ټوله کې دسوپراسکیل برنامې دکدرونو په جذبولو او ساتلو کې دادارو په کچه مهمه ونډه تر سره کړې ده ؛ خو اړتیا ده تر څو دتشو او تیروتنو دلرې کولو په موخه دمدیریت په یو کلنۍ برنامه کې ځینې بدلونونه منځ ته راشي .
ورپسې ښاغلی عبدلرحیم زی، د پلټنې عالي ادارې دکړنو دپلټنې ګمارل شوي ګروپ څخه خپله خوښي څرګنده کړه اووویل: کومې سپارښتنې او موندنې چې د پلټنې عالي ادارې دپلټونکو له لوري د سوپر اسکیل برنامې په برخه کې وړاندې شوې دي، هغه ګټورې او اغیزمنې او دپلاوي ټولو موندنو ته موافق نظرلرو، او اړتیا ده چې موندنې په یوه ټاکلې موده کې ځانګړې شي چې تیروتنې اوشته ستونزې کوم کال پورې اړوند دي تر څو په سمه توګه رسیدنه ورته وشي.
پدې لړ کې دکړنو دپلټنې آمر احمد شکیب کاردوست، چې دپلټنې له بهیر څخه یې په مستقیمه توګه څارنه کړې دکمیسیون له لوري د معلوماتو دنه وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل.
همدارنګه پدې غونډه کې پریکړه وشوه تر څو له دواړو ادارو څخه یو ګډ تخنکي ټیم وټاکل شي اودکلنو دتفکیک په اړه کار وکړي تر څو په وروستي را پور کې په پام کې ونیول شي.
به پای کې دکمیسیون دهمکارانو له لوري وړاندیز وشو چې دامکان په صورت کې د پلټنې عالي ادارې د پلټنې پلاني ګروپ د مالي او حسابي چارو دپلټنې په موخه، کمیسیون ته راولیږي.