عدلیې وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه شوه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې ددې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت برخې د پلټنې امر ښاغلي سهراب وردګ او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفر المظفر په ۷ نېټه د عدلیې وزیر ښاغلي الحاج مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسوولینو سره د پلټنې پای غونډه جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي نورحیدر صدر د عدلیې وزارت له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: پلټنه د نیمګړتیاوو او ستونزو د پېژندلو بهیر دی تر څو ادارې د پلټونکو د سپارښتنو سره سم وکولای شي حل یې کړي.
د ناستې په دوام د پلټنې د راپور مسودې یوه کاپي هم له مسوولینو سره د هغوی د نظر اخیستلو په پار شریکه شوه.
پای کې د عدلیې وزارت مسوولینو د پلټنې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ددې ادارې د کړنو ستاینه وکړه او د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د عملي کولو ژمنتیا یې څرګنده کړه.