پلټنې عالي اداره کې د قرانکریم د ژباړې د ختم پروګرام پای ته ورسید 

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۲۹
sdf

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله او ریاست الوزرا د پریکړې پر بنسټ او د دعوت ارشاد عمومي ریاست له لارښوونو سره سم او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب له لوري د قرانکریم د ژباړې پروګرام د ښاغلي مولوي ادم خان ادمي پر مټ د دې ادارې کارکونکو ته د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان په ۱۵ نېټه پیل کړ، او د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۸ نېټه، د یو لړ ځانګړو مراسمو په لړ کې، چې پکې د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، د مالي چارو او تقنیني اسنادو د پلټنې مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عزت الله حقاني، سلاکارانو، رییسانو، امرینو او نورو کارکونکو ګډون درلود، پای ته ورسید.
په دې پروګرام کې ښاغلي الحاج مولوي عزت الله حقاني د ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له مسوولینو د مننې تر څنګ؛ د ورستیو سورتونو (الاخلاص، الفلق، الناس) ژباړه او تفسیر وکړ، او د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي ټول مسلمه امت، د افغانستان مجاهد ولس، د فلسطین اوسېدونکو او په افغانستان کې د راغلي امنیت د پایښت لپاره د لوی خدای ج دربار ته د دعا لاسونه پورته کړل.

fafaaasdasddsffsfs

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۲۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ کابل پوهنتون کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د پوهنې روغتیا او کلتور برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي، د پلټنې ډلې امر او غړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

BACK TO NEWS