پلټنې عالي ادارې د ۱۴۰۲ مالي کال د تشکیل او بودیجې طرحه د تشکیلاتو او معاشونو کمېسیون ته وړاندې کړه
د پلټنې عالي ادارې د ۱۴۰۲ مالي کال د تشکیل او بودیجې طرحه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب په ۱۴ نېټه، د پلټنې عالي ادارې د مالي چارو او تقنیني سندونو د رعایت پلټنې مرستیال او د پلټنې عالي ادارې سرپرست ښاغلي مولوي صاحب عزت الله حقاني له لوري د تشکیلاتو او معاشونو کمېسیون ته وړاندې شوه.
ښاغلي مولوي صاحب عزت الله حقاني په ۱۴۰۱ مالي کال کې د پلټنې عالي ادارې په لاسته راوړنو، د بشري سرچینو په اړتیاوو او د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره ټاکل شوو موخو ته د رسېدو اړوند د غونډې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون غړو ددې ادارې د تشکیل او بودیجې له طرحې، چې د پلټنې د نړیوالو معیارونو او د یاد کمېسیون د لارښودونو سره سم جوړه شوې وه، وستایله او په دې اړه یې اړینې پریکړې وکړې.