په مرکزي ادارو کې له ګمارل شوو پلټونکو سره د پلټنې عالي ادارې مقام د لارښوونې ناسته ترسره شوه
د پلټنې عالي ادارې د مقام د لارښوونې ناسته، چې مشري یې ددې ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي کوله او پکې د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، نورو رییسانو او په مرکزي ادارو کې د ګمارل شویو پلټونکو د ډلو امرینو ګډون درلود د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۱ نېټه ترسره شوه.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې رییس د ټاکل شویو ډلو له امرینو وغوښتل چې د پلټنې اصول دې په ادارو کې په پام کې ونیسي او د پلټنې پړاوونو (پلان، پلټنه او راپور ورکونې) ته دې هم ځانګړې پاملرنه وکړي، نوموړي همداراز له هغوی وغوښتل، خپلې ټولې چارې دې د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو، مقرراتو او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له فرمانونو، امرونو او لارښوونو سره سم ترسره کړي.