د پلټنې عالي ادارې له مقام څخه په مرکزي ادارو کې توظیف شویو پلټونکو ته د لارښوونو د ورکړې غونډه جوړه شوه
د پلټنې عالي ادارې له مقام څخه د ۱۴۰۲هـ ش کال د درېیمې ربعې د توظیفاتوله پلان سره سم، په مرکزي ادارو کې توظیف شویو پلټونکو ته د لارښوونو د ورکړې غونډه، چې پکې د دې ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي نورحیدر صدر، رییسانو، امرینو او ددې ادارې پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول په ۱۲ نېټه ددې ادارې د غونډو په عمومي تالار کې جوړه شوه.
تاسته کې ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي ټولنیز ژوند انسانانو ته د خدای تعالی ځانګړی نعمت یاد کړ، زیاته یې کړه: په ټولنیز ژوند کې بېلا ــ بېل نظامونه او طریقې شتون لري، چې اسلامی امارت پکې ځانګړې طریقې لري. څوک؛ چې د اسلامي امارت په سر کې شتون لري، د پرمختک هنداره یې قرانکریم، نبوي ارشادات او اسلامي شریعت دی.
د پلټنې عالي ادارې رییس وویل: ادارې په خپله کاري برخه کې له وړاندې ټاکل شوي مسوولیتونه لري، چې له هغه سره سم خپل فعالیتونه ترسره کوي. له همدې امله د پلټنې عالي اداره د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان او د پلټنې عالي ادارې له قانون سره سم د ادارو د پلټنې مسوولیت لري. د ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي په خبره د ادارو لپاره د پلټونکو ټاکل د چا د سپکاوي او توهین په پار نه دي، د ادارو د سمو کړنو له ترسره کولو ډاډ ترلاسه کول دي او بله موخه، چې مونږ یې په لټه کې یو د خدای تعالی رضا، خلکو ته خدمت، د نظام او ادارو پیاوړي کول دي.
د ناستې په پای کې ښاغلي مولوي نورحیدر صدر د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال د درېیمې ربعې لپاره په مرکزي ادارو کې د توظیف شویو پلټونکو لارښوود پلان ولوست او له پلتونکو یې وغوښتل تر څو په پوره ایماندارۍ خپلې دندې ترسره کړي، نظام او ادارې ته ښه نوم ترلاسه کړي.