د پلټنې عالي ادارې پلاوي، په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د کړنو او چاپیریال ساتنې پلټنې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري، د حکومتولۍ برخې د پلټنې امر ښاغلي سهراب وردګ او نورو مسوولینو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۲۵ نېټه، ایران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مولوي فضل احمد حقاني او د دې سفارت نورو مسوولینو او کارکونکو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د پلټنې په ارزښت، ګټورتیا او د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو د فرمانونو احکامو او قوانینو په رڼا کې د پلټنې په څرنګوالي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: حساب اخیستنه د اسلام په مبارک دین کې ځانګړی ځای لري او په حقیقت کې داسې کړنه ده، چې له همدې لارې تورن او بې ګناه معلومیږي، او د پلټنې عالي ادارې پلټونکي په هېواد کې دننه او بهر د عامه شتمنیو له سم لګښت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په پار په دندو ګومارل کیږي او د پلټنې بهیر له بشپړېدو وروسته د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو ته ډاډ ورکوي.
د ناستې په پای کې ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت مسوولینو د پلاوي له ورتګه خوښي څرګنده کړه او په یاد سفارت کې یې د پلټنې بهیر ترسره کول د روڼتیا او حساب ورکونې په پار ډېر اړین وباله او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.