د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل د ښونې او روزنې پوهنتون او پولتخنیک پوهنتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې کفیل ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۲۸ نېټه، د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس ښاغلي مولوي شیخ الحدیث سید بشیراغا هاشمي، د پولتخنیک پوهنتون رییس ښاغلي انجینر سردار ولي صالحي او نورو مسوولینو سره په په دې پوهنتونو کې د پلټنې بهیر د پیلېدو په اړه ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د دې ادارې په موخو، صلاحیتونو، مسوولیتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او له پلټونکو سره یې د پلټنې په بهیر کې له مسوولینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د پلټنې ډلې غړو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.